IQNA

17:20 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304504

صالحی: د اسلامی ايران وسله وال پوځ به هر ډول احتمالی ګواښ ته غاښ ماتونكی ځواب وركړی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ مشر وويل چې د ايران پوځ به له نورو وسله والو ځواكونو سره مټ په مټ په هوښيارۍ سره هرډول ګواښ وڅاری او په قدرت او ډير لنډ وخت كې به هر تيریګر ته غاښ ماتونكی ځواب وركړی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له پوځ له عمومی روابطو ادارې یې نقلوی چی د ايران د اسلامی جمهوريت د وسله وال ځواك قوماندان سردار تورن جنرال عطا الله صالحی نن د اپريل په اولسمه نیټه د اسلامی ايران د پوځ د ورځې د رارسيدا په درشل كې په يوه پيغام كې ټينګار وكړ، د ايران د اسلامی جمهوريت پوځ به له نورو وسله والو ځواكونو سره مټ په مټ په هوښيارۍ سره هرډول ګواښ وڅاری او په قدرت او ډير لنډ وخت كې به هر تيریګر ته غاښ ماتونكی ځواب وركړی :
تورن جنرال صالحی په خپل پيغام كې زياته كړې داسلامی ايران پوځ په سيمې كې دتل پاتې امنيت دټينګولولپاره د سيمې له نورو هيوادونو سره يو ځای بشپړ تيار دی.
985331
captcha