IQNA

د هندوستان مسلمانانو د فلسطين مظلومو خلكو د ملاتړ غوښتنه وكړه

17:20 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304508
سياسی او ټولنيزۀ ډله: د هندوستان د اترپرديش په فيض اباد ښار كې تر سره شوی ولسی ټول كې شيعه اوسنيانو دينی عالمانو د فلسطين مظلومو خلكو د ملاتړ غوښتنه وكړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايشيایې څانګې یې نقلوی چې د هندوستان د اترپرديش د فيض اباد ښار شيعه او سنيانو دينی عالمانو او مسلمانانو د اپريل په دولسمه نیټه د ځای وخت په مطابق اووه بجې په يوه ولسی ټول كې په ګډون سره د فلسطينيانو د حمايت او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د حفاظت په كولو ټينګار وكړ.
په دې ټول كې د دې ترسره كوونكی عرفان احمد وويل چې په دې ټول كې د مختلفو فرقو دينی عالمان اومفكرينو لكه وثيقه پوهنتون مشر همدارنګ مشهوردينی عالم "حجت الاسلام و المسلمين وصی حسن خان"، د اهل سنتو مشهور دينی عالمان "سيد سلمان ندوی" ، خالد رشيد او "قطب الدين قادری " او د هندوستان نورو مفكرينو په هم دې ټول كې شركت وكړ.
984272
captcha