د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د اروپائی څانګې د رپورټ له مخې: (( په ٢١ پیړۍ كښې مسلمانه ښځه او په ټولنه كښې د هغې رول )) په عنوان سره د مسلمانو ميرمنو وړومبۍ سراسری كنګره به د دغه هيواد د فیډريشن د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ د مركزی دينی ادارې په همت د ثور يا غوئی د مياشتې په اومه نیټه ترسره شی.
د روسی فیډريشن د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ د مركزی دينی ادارې د اطلاع رسونې كمیټې اعلان وكړ: په دې كنګره كښې به د روسیې د مسلمانو ميرمنو نه علاوه د دغه هيواد عالمان او دينی پوهان، د دولتی اجتماعی ارګانونو مسئولان او دولتی چارواكی او د ګډو كټو خپلواكو هيوادونو، د ايران د اسلامی جمهوريت، كويت، آلمان، تركیې او آسټريا د ښځو د سازمانونو مسئولان ګډون وكړی. 985421