IQNA

د ايران ځمكنی ځواك د دښمن هر ډول احتمالی بريد ته دځواب وركولو قدرت لری

22:08 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304596
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د ځكمنی ځواك قوماندان وويل چې دايران وسله وال ځواك ددښمن هرډول احتمالی بريد دځواب وركولو لپاره بشپړ چمتودی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د ايران د اسلامی جمهويت د ځمكنيو قواوو قوماندان سرتيپ احمد رضا پوردستان وويل د ايران وسله والو ځواك د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له تدابيرو څخه په پيروی او د پرمختللو وسلو په درلودلو سره په ځمكه هوا او اوبو كې دښمن ته د ګزار وركولو لپاره له لوړ دفاعی قدرت څخه برخمن دی.
ښاغلی پوردستان د پوځ د ورځې د اپريل د اوومې نېټې په رارسيدو سره ټولو ته مباركی وويله اوزياته یې كړه چې پوځ د عملياتی قابليتونو د لوړوالی په موخه له هر فرصته ګټه پورته كوی.
984540
captcha