IQNA

22:06 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304597

د كويت پارليمان د خدای پاك او د هغۀ د ګران رسول (ص) د سپكاوی كوونكو د سزا قانون تصويب كړ

نړيواله ډله: د كويت پارلېمان وړمه ورځ د اوری د روانې مياشتې په ٢٤ نېټه د خدای پاك او د هغۀ د ګران رسول (ص) او د هغه حضرت د قدرمون بيبيانو په نسبت د سپكاوی كوونكو د سزا كولو قانون تصويب كړ.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((الامارات اليوم)) د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: دغه قانون د كويت پارلېمان د ٤٦ استازيو او د دغه هېواد د كورنيو چارو د ورزير په موافقت سره له وړومبنۍ څېړنې وروسته تصويب شو او ټاكل شوې ده په هغه جلسه كښې چې په راتلونكو دوو هفتو كښې به وشی له وروستۍ څېړنې نه پس وروستی تصويب ته ورسی.
په دغه قانون كښې د خدای پاك او د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) او د هغه حضرت د بيبيانو په نسبت د سپكاوی كوونكو لپاره د اعدام سزا په نظر كښې نيولې شوې ده.
د كويت د پارلېمان شيعه استازی د شيعه ؤ د دولسو امامانو او پېشواګانو عليهم السلام د سپكاوی كوونكو لپاره د اعدام د سزا د ځای كولو غوښتونكی وو چې دغه مسئله د پارلېمان د اكثرو غړيو لخوا له مخالفت سره مخامخه شوه.
د ذكر وړ ده، د مقدساتو د توهين مسئلې ته د كوېت د پارلمېان پاملرنه د ټوئیټر سایټ باندې د يو كويتی ځوان لخوا د حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغه حضرت د صحابه ؤ او بيبيانو په نسبت له توهين او سپكاوی نه پس بڼه نيسی.
د ويلو ده چې دغه كس د كويت د پوليسو لخو پېژندل شوی او نيولی شوی او همدا اوس د محاكمې او د وروستی حكم د جاری كېدو په انتظار كښې په قېد كښې وخت تېروی.
984570
captcha