IQNA

په قزاقستان كښې د فارسۍ ژبې په موضوع سره يو سيمه ايز سيمينار جوړ یږی

22:09 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304600
د فكر او علم ډله: د ايران د كلتوری مركز لخوا (( په قزاقستان، مېنځنۍ اېشياء او قفقاز كښې فارسی ژبه، پرون، نن او سبا)) تر عنوان لاندې يو سيمه ايز سيمينار د غبرګولی د مياشتې په ١٢ او ١٣ نېټه په الماتی ښار كښې جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې دغه سيمينار د فارسۍ ژبې او ادبياتو د پراختيا او ودې په لړ كښې د فارسۍ ژبې او ادب د فرنګستان، د فارسۍ ژبې د پراختيا د شورا، د فارسۍ ژبې د پراختيا د مركز او د فارابی پوهنتون په ملګرتيا سره د غبرګولی دمياشتې په ١٢ او ١٣ نېټه جوړیږی. (( په قزاقستان، مېنځنۍ اېشياء او قفقاز كښې فارسی ژبه، پرون، نن او سبا)) تر عنوان لاندې د سيمينار وېناوال د ايران، قزاقستان، قرقيزستان، تركمنستان، آذربائيجان او ازبكستان د پوهنتونونو فارسی ژبې استاذان دی چې خپلې علمی او ګټورې مقالې به هم وړاندې كړی.
د دغه سيمينار له محورونو څخه ((د سيمې په هېوادونو كښې د فارسۍ ژبې له زدكړې سره د مربوطو مسائلو زيان پېژندنه))، د ايران د اسلامی جمهوريت او د سيمې د حكومتونو ترمېنځ سياسی تعلقات او د فارسۍ ژبې د پراختيا متقابل تاثير))، ((د سيمې د هېوادونو په كتابتونونو كښې له موجودو فارسی نسخو څخه په استفاده كښې د فارسۍ ژبې د پراختيا تاثير او كردار)) او ((په ايران او د مركزی اېشيا په سيمه كښې د فارسۍ ژبې تاريخی كردار)) ته اشاره كولې شو.
984527
captcha