د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فرانس د ((لوفېګارو)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ:د فرانس د مسلمانانو سره د وابسته له اسلام سره څخه په ويرونې باندې د څارنې د انجمن مسئول عبدالله ذكری د دې خبر په اعلانولو سره څرګنده كړه: د ناپېژندل شويو او اسلام دښمنه عواملو له خوا د اسلامی مقدساتو د سپكاوی او له نسل پرستانه محتوا او دړكو څخه د ډكو خطونو د ترلاسه كولو په اړه يو اپيل برابر او قضائی چاروكو ته مو وړاندې كړ چې غور پرې وشی.
هغۀ وويل: په وروستيو دوو هفتو كښې تقريباً لس خطونه د فرانس د مسلمانانو د شورا په پته باندې لېږل شوی دی چې دغه خطونه د اسلام په نسبت له سپكاوی نه ډكې ليكنې او له فرانس څخه د مسلمانانو د وېستلو او يا د هغوی په خلاف د تشدد له دړكو نه ډك دی.
دغه مسلمان چارواكی په دوام كښې زياته كړه: له دغو څخه يو خط يوه نقاشی لرونكی ؤ چې پكښې یې د فرانس ملی سېمبول (ماريان) د جوماتونو د ړنګولو په حال كښې ښودل.
د هغه په قول په فرانس كښې له اسلام څخه د ويرولو اندازې په ٢٠١١ كال كښې ٣٤ فيصده زياتوالی لرلی او د مسلمانانو د عبادت د ځايونو سوزول او د اسلامی مقبرو بې حرمتی د مسلمانانو په خلاف له نسل پرستانه اقداماتو څخه وو او دی.
984543