د Muslimvillage اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې د دغه حكومتی پلان له مخې جينكۍ د مدرسو په دننه كښې د حجاب او پردې د اچولو حق نۀ لری او پكار دی هغه و خت چې مدرسې ته داخلیږی خپله پرده او حجاب دې لری كړی.د حكومت دغه فېصله د نائيجریې د مسلمانو كورنيو له مخالفت سره مخامخه شوې ده.
د نائجيريه د مسلمانو وكيلانو د تنظيم غړی آډسينا اېشاك په دې حقله وويل: مونږ فكر كوو چې هپ داسې يو ملك كښې چې اكثريت یې مسلمانان دی مسلمانان دا حق لری چې حجاب او ستر غوره كړی او د حكومت دا اقدام د دغه ملك د مسلمانانو د حقوقو د خلاف ورزۍ برابر دی.
دغه وكيل په دوام كښې وويل: ټولې خنډ اچونې د دې موضوع بيانوونكې دی چې حكومت د اسلام او مسلمانانو مخالف دی او دا دا اقدام یې د مسلمانانو او د هغوی د عقائدو سپكاوی دی او د دې موضوع يوازېنۍ حل لاره عدالت دی.
د ويلو ده چې د نائجريه هېواد ١٤٠ ميلون نفوس لر ی چې ٦٠ فيصده یې مسلمانان او ٤٠ فيصده یې عيسائيان تشكيلوی.
984522