IQNA

د تيونس د ابتدای عدالت د قران شريف سپكاوی كوونكی په بند محكوم كړ

22:08 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304604
نړيواله ډله: د تيونس د ((مدنين)) ښار بدوی عدالت ((رمزی بن سعد ابشا)) د قران شريف تقدس د سپكاوی په دليل د څلور كلونو په جېل او په نغدې جرمانې باندې محكوم كړ.
د يران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «gnet» اطلاع رسونې د سايت په نقل سره رپوټ وركړ. د ((بنقردان)) ښار په څلورو جوماتونو باندې د حملې او د كلام الله مجيد د بې حرمتۍ په اړه د ((رمزی بن سعد ابشا)) په تورونو باندې د غور كولو په دويمه غونډه كښې چې د تېرې شورو په ورځ د اوری د ورانې د مياشتې په ٢٣ نېټه په مدنين ښار كښې شوه د عدالت قاضی د هر يو اقدام لپاره د څلورو كالو د جېل او د ١٢٠ دينارو د جرمانې د ادا كولو حكم جاری كړ.
په همدې حال كښې د تيونس د قران كريم د حفظ انجمن او د دغه هېواد د جَمعې امامانو د جاری شوی حكم په ناكافی بللو سره د تورن كس لپاره د سختې سزا غوښتونكی شول چې دغه غوښتنه او د تورن دفاعيات به د نظر د تجديد په ناسته كښې وڅېړلې شی.
تيونسی ٢٥ كلن ځوان رمزی بن سعد ابشا چې د بنقردان ښار په جوماتونو باندې په حملو او د قران شريف د سپكاوی په تور باندې تورن دی د تېر كال د كب د مياشتې په ٢٧ نېټه پوليسو ونيوۀ. د يادونې ده چې د تيونس د دينی چارو وزارت د قران شريف د توهين په ځواب كښې د اوری د مياشتې ٤ نېټه د قران شريف د ملی ورځې په توګه ونوموله.
984502
captcha