IQNA

په جرمنی كښې د قران شريف له درې لكو نه زيات ټوكه تقسيم شول

22:07 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304605
نړيواله ډله: په جرمنی كښې د قران شريف د ٢٥ ميليون ټوكو د تقسيم د طرحې په چوكاټ كښې د دغه هېواد غېر مسلمانو خلكو تر اوسه د قران شريف څه د پاسه درې لكه ټوكه په وېړيا توګه ترلاسه كړی دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «mooslym» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ، د ((اقراء)) په عنوان سره په جرمنی كښې د قران شريف د ٢٥ ميلون ټوكو د وېشلو په طرحې په قالب كښې چې په برلېن كښې د مېشته فلسطينی نسله مسلمان ((ايراهيم ابو ناجی)) لخوا روانه ده تر پرون ورځې پورې د دغه الهی كتاب له جرمنی ژبې ترجمې سره له دريو لكو نه زياتې نسخې د غېر مسلمانو ترمېنځ وېشلې شوی دی.
دا طرحه په ٢٠١١ كال كښې د ٤٧ فلسطينی مسلمان په نوښت سره وړاندې كړې شوه تر اوسه په وېړيا توګه د قران شريف د نسخو له وېشلو نه علاوه د ((نورډراين- وسټ فاليا))، ((نیډرزاكسن))،((هسن)) او ((هامبورګ)) په شمول د جرمنی په مختلفو ښارونو كښې د اسلام د مبين دين او الهی احكامو په اړه د اطلاع رسونې سل (١٠٠) مركزونه جوړ شوی دی.
د دغې طرحې د اجرا لپاره د جرمنی مسلمانانوته بلنه وركړې شوې ده چې د يو ټوك قران شريف په اخېستلو سره د غېر مسلمانو ترمېنځ د الهی كتاب په ویړيا توګه د قران شريف د نسخو لپاره دمالی سرچينو په پوره كولو كښې مرسته وكړی. د دغه رپوټ له مخې د قران شريف د نسخې د حاصلولو مينه وال پكار دی «hausdesqurans.de» انټرنېټی پاڼې ته په مراجعه كولو سره د قران شريف د حاصلولو لپاره خپل امادګی اعلان كړی او مسلمان مسئولين به هم د قران شريف يوه نسخه د پوسټ په ذريعې د هغۀ ته په ویړيا توګه ولیږی.
984489
captcha