IQNA

د ايران د ملت په ضد د مستكبرانو اوغليمانو له هر ډول دسيسو سره د مقابلې لپاره كلك هوډ لرو

13:48 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2304794
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندویې وويل د ايران د ملت په ضد د مستكبرانو اوغليمانو له هر ډول دسيسو سره د مقابلې لپاره كلك هوډ لرو
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، رامين مهمانپرست د اسلامی ايران د پوليسو، قوماندانانو، مسئولانو او مديرانوپه او لسمې عمومی غونډې كې سږ كال د ملی توليد او له ايرانۍ پانګې او كار څخه د ملاتړ په نامه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سږ كال نومولو ته په اشارې سره زياته كړه په ايران كې د ملی توليد د پياوړتيا لپاره بايد د مستكبرانو او پرديو له دسيسو سره مقابله وكړو څو د ايران په اقتصاد كې پرمختګ راشی .
رامين مهمانپرست په دې خبرې په ټينګار سره چې له پولو د غير قانونی شيانو د راتلو د كنټرول او د غير قانونی تګ راتګ او خلاف ورزيو مخنيوی يو داسې اقدام دی چې د ملی توليد د ملاتړ لپآره بايد تر سره شی، روښانه كړه پوليس بايد په دې زمينې كې لاپراخې هڅې وكړی.
د اسلامی ايران د خارجه وزارت ويندویې رامين مهمانپرست د دې خبرې په كولو سره چې اسلامی انقلاب په تاريخ كې د الهی او لوړو آيئډياؤ لپاره رامينځته شوی دی زياته كړه اسلامی جمهوريت په حقيقت كې په نړۍ كې د لوی الهی ماموريت د اجرا سريزه او زمينه جوړونكی دی او د ايران ملت او حكومت بايد په دې لاره كې مناسبه زمينه جوړونه او بيلګه وړاندې كړی.
985073
captcha