IQNA

د مسجد الاقصی په البراق صحن كې د يهوديانو د ميوزم د جوړيدو منصوبې ايشوا كيدا

13:48 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2304796
نړيواله ډله: د القدس نړيوال موسسې د مسجد الاقصی په البراق صحن كې د يهوديانو د ميوزم د جوړيدو منصوبې انكشاف كړې دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز "Palestine Info" یې نقلوی چې په بيروت كې د القدس نړيوال موسسې د يوې بيانیې په خپرولو سره وويل چې هغه ته معلومه شوی ده چې د اسراييل نيوكګر حكومت دا اراده ده چې د البراق صحن د درې زره مربع میټره ځمكه د يهوديانود ميوزيم د جوړونې لپاره نيولې ده.

د القدس نړيوال موسسې په دې بيانې كې ټينګار كړی دی چې كه نيواكګر ټول اسلامی خصوصيات او نخښې ړنګې كړی او د يهوديانو نخښې ولګوی بيا هم د بيت المقدس حقيقت په ځای باقی پاتې كیږی هغه همدارز له اسلامی نړۍ وغوښتل چې د بيت المقدس د يهودی كول مخه دې ونيسی

985035
captcha