IQNA

ايت الله خامنه ای: د ګواښونو زياتوالی د اسلامی نظام د قدرت ښودنه كوی

21:11 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2305381
سياسيی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د وسله والو ځواكونو له قوماندانانو او ولی فقيه د استازندويه حوزو له مسئولانو سره په كتنه كښې ، وسله وال ځواكونه د چمتووالې د لوړولوتر څنګ د الهی اودينی انګيزو پياوړتيا او ساتلو ته وربلل .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا ديو راپور پر اساس، د رهبرۍ ستر مقام په دغه كتنه كښې ټينګار وكړ د ايران د اسلامی جمهوريت وسله وال ځواكونه د اته كلنې سپیڅلی دفاع مهمې او ارزښتمنې تجربی لری چې تل بايد ورته پام او ترې استفاده وشی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سپیڅلی دفاع دوخت تجربی د هيواد په تاريخ كښې بې سارې وبللی او ټينګار یې وكړ په دغو اتو كلونو كښې په حقيقت كښې د ختیځ او لويدیځ ټولو قدرتونه او د هغوئ پيلې حكومتونه د ايران په وړاندې ولاړ ؤ او د بعث رژيم ته یې پرمختللې تجهيزات هم وركړی ؤ.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ټينګار وكړ د بشری حقوقو او ډيموكراسۍ مدعی لويدیځ هيوادونو د عراق د بعث رژيم له كيمياوی وسلو وركولوهم ډډه ونكړه ، څو د دوئ په اند اسلامی نظام او د ايران ملت په ګونډو كړ،خو له دې ټولو هڅو او ملاتړونو سره سره ونه توانيدل اسلامی ايران په ګونډو كړی چې د ايران د تاريخ دغه باب ډير ستر او ارزښتمن دی او له وسله وال ځواك سره دی .
د رهبرۍ ستر مقام دملتونو پرمختګ اونيكمرغی له اوسنيو تاريخی پړاؤنو دتيريدو لپاره په صبر او استقامت كښې وبل او زياته یې كړه د ايران ملت به د اسلامی انقلاب او سپیڅلی دفاع په څير د ارزښتمنو تجربو او د اوسنې ښه موقعيت په درلودلو سره، له اوسنې پړاؤ څخه هم سرلوړی ووځی .
دايران د درستو ځواكونو اعلی قوماندان د ايران د ملت د دښمنانو هڅو ته اشاره وكړه او ویې فرمايل د ګواښونو زياتوالی د اسلامی نظام د قدرت ښودنه كوی ، ځكه كه د ايران اسلامی جمهوريت لوړ قدرت او اغيزې نه درلودلای ، نو د ايران د ملت بدغواړو به دومره ناببره اور او اوبو ته ځانونه نه غورځول .
986468
captcha