IQNA

20:54 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2305384

قدس ته په اسرائيلی ويزې سره د مصر د عيسايانو سفر ممنوع اعلان شو

بين المللی ډله: د مصر د قبطی عيسايانو كليسا پرون د يوې بيانیې په صادرولو سره د دغه هيواد له مسيحی ښاريزو نه وغوښتل چې د اسرائيلو د غاصب رژيم په ويزا سره نيواكی قدس ته له سفر كولو نه ډډه وكړی.

د «afreeknews»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، په داسې حال كښې چې د مصر د قبطی عيسايانو د مشر پاپ (( شنوده سوم )) چې په اسرائيلی ويزې سره ئې نيواكی قدس ته سفر كول ممنوع اعلان كړی وو، د مړينې ډيره موده نه كیږی، ځينيو عيسايانو په تيرو څو ورځو كښې د زيارت كولو لپاره قدس شريف ته سفر كړی دی چې دا كار د مصر د قبطيانو د كليسا د نوی مشر د مخالفت سره مخامخ شو.
د پاپ شنوده سوم لنډمحال ځائې ناستی پاشوميوس په دې بيانيه كښې د دغو عيسائی ښاريزو د دې كار د غندلو په ترڅ كښې ووئيل: نيواكی قدس ته د قبطی مسيحيانو د سفر كولو بنديز همهغه شان په پوره قوت سره باقی دی او مونږ پكار دی د هغه قانون احترام وكړو چې د پاپ شنوده سوم له خوا ټاكل شوی دی.
د يادولو ده چې د مصر د قبطی كليسا پخوانی مشر چې تقريبا دوه مياشتې مخكښې له دنيا لاړ، د صهيونيسټی رژيم په ويزې سره نيواكی قدس ته تلل ممنوع اعلان كړی وو. 986048

captcha