د «CPI» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې په عراق او فلسطين كښې له عربی مقاومت څخه د ملاتړ د ملی كمېټۍ مشر احمد الكحلوی د دې خبر د اعلانولو په ترڅ كښې وويل: د صهيونېسټ رژيم په جېلونوكښې د اسيرانو په موضوع سره د يو كانفرنس د جوړولو لپاره له منصف المرزوقی څخه د فلسطين د يو شمېر مشرانو له غوښتنې وروسته د تيونس ولسمشر له دغې غوښتنې سره موافقت وكړ.
هغۀ زياته كړه: د فلسطين له مقاومت څخه د ملاتړ او د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو د افشا كولو په لړ ښكې دا يو ډېر مهم ګام ګڼل كیږی او مونږ د دې نړيويوالې غونډې د جوړولو لپاره هيله من يو چې د اسرائيلو په جېلونو كښې پرتو په زرګونو فلسطينی اسيرانو سره مرسته وكړې شو.
احمد الكحلوی د خپلې وېنا په دوام كښې څرګنده كړه: مونږ داسې يوه بله غونډه تقريباً درې كاله مخكښې په الجزائر كښې جوړه كړ، خو اميد لرو چې د تيونس غونډه به لا زياته شانداره او اثر كوونكې وی. هغۀ له ټولو بشردوستانه او مسلمانو ادارو څخه وغوښتل چې له فلسطينی اسيرانو څخه د دفاعی په لړ كښې زيات كردار ادا كړی
984856