د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د يورپ د سيمې د څانګې د رپوټ له مخې د تاتارستان د مسلمانانو په چارو باندې د غور د دينی ادارې لخوا د مسلمانو ځوانانو د فېسټيوال شپږمه دوره د روان هجری نمريز كال د چنګاښ د مياشتې له پېنځمې نه تر يولسمې نېټې پورې جوړیږی.
د دغه ملك د مسلمانانو د چارو تابيا كوونكې دينی ادارې د اطلاع رسونې كمېټۍ په دې باره كښې وويل: دغه فېسټيوال به په روس كښې د مسلمانو ځوانانو مخې ته د ډېرو مهمو مسائلو د څېړنې په باره كښې له يو لړ موضوعاتو او مباحثو سره د غونډو او ګول مېز كانفرنسونو، د وېناؤ د مراسمو په جوړېدو، د سياليو په جوړولو او د اسلام په اړه د ځوانانو لپاره د خاصو زدكړو د وركشاپونو په جوړولو مشتمل وی.
د دغه رپوټ له مخې له دينی علماؤ او لوړرتبه شخصيتونو سره ليدل كتل او ځوانانو ته د اسلام د كتنې او د اسلام د مبين دين په مقابل كښې د ټولنې د ځوانې پرګنې د ژمنو او مسئوليت په شان موضوع ګانو څېړنه په تاتارستان كښې د مسلمانو ځوانانو د شپږم فېسټيوال له نورو پروګرامونو څخه اعلان شوی دی.
985235