د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د سيمې د څانګې د رپوټ له مخې د قران شريف د حفظ او قرائت د سراسری سياليو وروستۍ مرحله د پراختيا د صندوق اديپ باشات، د قرقيزی نيكوكارانو د ځای شركتونو په ملګرتيا سره د ټول قران د حفظ او قرائت، دقران د لسو پارو د حفظ او قرائت او همدارنګ د خپلې خوښې د پارې د قرائت په برخو كښې جوړه شوه.
د دغه رپوټ له مخې د داورانو د كمېټۍ د جاجونې مطابق حبيب الله اوغلی كرامت الله وړومبے مقامړ نور محمد يارمت اف دويم مقام او عبدالمجيد اوغلی نورالله دريم مقام حاصل كړ.
همدارنګ د دغه ملك د مسلمانانو د چارو د تابيا د دينی ادارې د اطلا ع رسونې كمېټۍ اعلان وكړ په دغه سيالۍ كښې چې په دريو مقدماتی، نيمه وروستۍ او وروستۍ مرحلو كښې جوړه شو څه د پاسه څلور سوه كسانو ګډون وكړ او له هغوی څخه ٣٥ تنو وروستۍ مرحلې ته لار پېدا كړه
د يادونې ده چې د دغې قرانی سيالۍ د جوړېدو مسئولانو وړومبی مقام ګټونكی ته يو لك سام ( د قرقېزستان پېسه)، دويم كس ته ٣٠ زره سام او دريم كس ته ٢٠ زره سام په انعام كښې وركړل.
985110