د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشياء د څانګې د رپوټ له مخې د خاتم النبيين (ص) علميه حوزې د تاسيس د پېنځمې كليزې د نمانځنې مراسم د دغه هيواد د پارلېمان د يو شمېر استازيو د لوړو زدكړو د وزارت د لوړ رتبه چارواكو او د دغه مركز په سلګونو تنو محصيلينو په شتون سره جوړ شول.
د دغو مراسمو په ابتداء كښې د دغه هېواد په ملی پارلېمان كښې د كابل نمائنده محمد يونس قانونی په خپله وېنا كښې په ټولنه كښې د ځوانانو په رول او په مثبت بدلون او ګټورو اصلاحاتو باندې تاكيد او په تېرو پنیځو كلونو كښې د د دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې د فعاليتونو قدرونه وكړه.
په دوام كښې د افغانستان د لوړو زدكړو په وزارت كښې د خصوصی عالی زدكړو د موسسو مشر مسعود ترشت وال څرګنده كړه: زۀ هيله لرم چې دا كال به د هيواد د عملی او سائينسی ارتقا لپاره له لاسته راوړنو څخه ډك كال وی، كه څه هم افغانستان له سائينسی او علمی لحاظه له نورو پرمختلليو هېوادونو سره زياته فاصله لری
د دغه هېواد د پارلېمان غړی او د خاتم النبين (ص) علميه حوزې مشر عبدالقيوم سجادی د يوې غوره او ترقی يافته ټولنې په رامنځته كولو باندې د اسلامی نظرياتو په استناد سره له اسلامی تربيت سره د ملو علمی زدكړو وړاندې كول د هيواد د نن ورځې د ټولنې اصلی اړتيا بيان كړه او په دغه پوهنتون كښې په يو وخت د علمی، سائېنسی او دينی تربيت د زدكړو په وړاندې كولو باندې تاكيد وكړ.
984915