IQNA

په افغانستان كې د «فاطمه؛ د خلقت ګلاب» نومې كتاب خپور شو

21:03 - April 16, 2012
د خبر لمبر: 2306224
د هنر ا و كلتوری ډله: د ايام فاطميه سره په يو وخت د په افغانستان كې د «فاطمه؛ د خلقت ګلاب» نومې كتاب چې كابل د لويدځې سيمې د جامی امام په تصحيحاتو او اضافاتو سره خپور شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو سازمان یې نقلوی چې دا كتاب پينځوس مخونه لری او په پينځه زره شمير سره د كابل د مذهبی انجمن په همكارۍ په چاپ رسيدلې دی او د اهل بيتو عليهم السلامو د مينه والو په لاس كې ورغلی دی.
دا كتاب حجت‌الاسلام «عالمی» ليكلی دی له مختلفو سرچينو په استفادې سره د دوه جهانو بی بی فاطمه الزهرا ځانګړتياوې او د هغې پاكې بی بی سيرت د كيسو په قالب كې بيان كړی دی چې د افغانستان د ځوانانو او ښځو لپاره د روان كتاب دی.
986354
captcha