IQNA

د دينی كلتوری زدكړو په دوره كښې د ١٥٠٠ روسی معلمانو ګډون

21:03 - April 16, 2012
د خبر لمبر: 2306250
سياسی او اجتماعی ډله: يوزر پينځۀ سوه معلمان د روان هجری نمريز كال د غبرګولی د مياشتې تر اخېره پورې د روس په ((سار اتوف)) ولايت كښې د دينی كلتوری زدكړو په دوره كښې ګډون كوی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې يو زر پينځۀ سوه معلمان د دينی كلتور زدكړو په دوره كښې چې د ساراتوف سيمې د مسلمانانو په چارو باندې د غور كولو دينی ادارې لخوا جوړیږی ګډون كوی.
د ساراتوف سيمې د مسلمانانو په چارو د غور كولو دينی ادارې په دې هكله اعلان وكړ: ټول متخصصان او معلمان د ښوونې او روزنې يا تعليم د وزارت، د روسیې د فیډرېشن د مركزی دينی ادارې او د سيمې د مسلمانانو په چارو د غور كولو د ادارې په څارنې او لارښوونې سره په ټول هېواد كښې د متوسطو زدكړو په موسسو او مدرسو كښې د دينی كلتور د تدريس د شروع كولو لپاره تياریږی.
985448
captcha