IQNA

د شام عالمانو د بيت المقدس په حمايت كې كانفرنس تر سره كړ

21:41 - April 16, 2012
د خبر لمبر: 2306259
سياسی او ټولنيزه ډله: د شام په پلازمينې دمشق كې دينی عالمانو د بيت المقدس په حمايت كې د " الاقصی جومات د اسلامی امت د زړه رښتينې غږ" په نومې كانفرنس تر سره كړ.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې كانفرنس كې د شام، لبنان او فلسطين نوموړی عالمانو ګډون وكړ چې پكښې د شام د اوقافو وزير ښاغلی محمد عبدالستار السيد او دشام ستر مفتی احمد بدرالدين حسون د لبنان د فقه جعفری ستر مفتی ښاغلی شيخ احمد قبلان او د لبنان د علماو انجمن مشر شيخ احمد الزين هم شركت وكړ.
په دې سيمينار كې په دې موضوعاتو القدس او الاقصی جومات، بيت المقدس او اسلامی امت، بيت المقدس كې نړيوال قانونونه، د اسلامی امت عالمانو په بيت المقدس كې رول او د بيت المقدس د يهودی كولو په اړه خبری اترې وشوی.
986402

captcha