IQNA

مهمانپرست: د استنبول له خبرو اترو سره وضعيت بدل شوی

23:23 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307029
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو رزارت ويندویې د استانبول دويمه غونډه د ايران او پنځه جمع يو ډلې ترمينځ د خبرو اترو د پيل ټكی اعلان كړ.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه په خصؤصی مركه كې، په استانبول كې د ايران او پنځه جمع يو ډلې تر مينځ د خبرو اترو نوی پړاو ترسره كېدو ته په اشارې سره وويل چې، د استانبول دويمه ناسته د خبرو اترو د پيل ټكی و، ځكه په پخوانيو غونډو كې پر كلياتو خبرې او بسنه كېده او پايلې ته نه رسېدې.
مهمانپرست زياته كړه چې په پخوانيو خبرو اترو كې، مقابل لوری (پنځه جمع يو ډله) له ايران سره د خبرو اترو لپاره د موضوع د حلولو په نيت سره نه داخلېدل، خو اوس د استانبول په دويمه غونډه كې په برياليتوب سره د خبرو اترو په تر سره كېدو سره وضعيت بدل شوی دی.
987991
captcha