د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حضرت فاطمه زهرا (س) د فدك خطبه د لكهنؤ ښار د ملی حسينیې له خوا د پنځه ورځنيو غونډو په اوږدو كښې حاضرينو ته واوروله شوه.
نوموړې غونډې د روانې وری د مياشتې د ٢٢ نه تر ٢٦ نیټې پورې د ماښام په اتو بجو د سيمې د مسلمانانو او علماؤ په شتون سره ترسره شوې او د دغه هيواد مشهور خطيب سيدثمرحيدرزيدی دغه تاريخی خطبه د شيعه مسلمانانو او د اهل بيتو (ع) د مينه والو لپاره بيان او تفسير كړه. 985256