IQNA

په مصر كښې د جوماتونو د امامانو وړومبې كانفرنس ترسره كیږی

20:57 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307091
بين المللی ډله: د مصر د مبلغانو او د جوماتونو د امامانو تنظيم د روان كال د ثور يا غوئی د مياشتې په دوئمه نیټه په دغه هيواد كښې خپل وړومبې سيمينار ترسره كوی
د مصر چاپ د اليوم السابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه سيمينار د (( د امت په وحدت كښې د مسجدونو د امامانو رول )) په عنوان سره او د شيخ الازهر احمدالطيب په څارنه د الازهر د اجتماعاتو په هال كښې ترسره كیږی او دوه ورځې به جاری وی.
د جوماتونو د امامانو د توانمنيو د سطحې پياوړی كول او د تبليغی لارو چارو پرمخ بيول د دغه كانفرنس د ترسره كولو له اهدافو څخه بيان شوی دی.
دغه تنظيم اعلان وكړ: په مصر كښې د مسجدونو د امامانو وړومبې كانفرنس د مصر د راتلونكی د جوړولو په موخه د سياسی ځواكونو ترمينځ د نظر د اتفاق او د ملی وحدت د پياوړی كولو لپاره يو مناسب فرصت دی. 985337
captcha