د «Press TV» له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: طيبی ووئيل: په كال ١٩٤٨ كښې عربانو د خپلو ځمكو ٨٥ فيصده مالكيت په لاس كښې درلود خو نن سبا مونږ د خپلو ځمكو يوازې د ٣ فيصدو مالكان يو. دغه شميرنه په ښه توګه هرڅه په ډاګه كوی. لانجه د فلسطين د خلكو د بهر شړلو، د هغوی د كورونو د غصبولو او په ١٩٤٨ كال كښې د نكبت د ورځې له وختو نه تراوسه پورې د خپل پلارنيكه له ځمكو څخه د هغوی د ويستلو په سر ده.
د اسرائيلو د پارليمان دغه عرب غړی په يوه ناسته كښې چې په كاناډا كښې د اتاوا او فلسطين د پيوستون د شبكې له خوا جوړه شوې وه، د دغه مطلب په بيانولو لاس پورې كړ.
طيبی همداراز د قدس شريف په هكله د تل ابيب اقدامات او دغه مقدس ځائې ته د ننوتو لپاره د غزې او د اردن د سيند د لويدیځې غاړې فلسطينيانو ته اجازه نه وركول په كلكه وغندل. دوی ووئيل: د اسرائيلو رژيم ختیځ قدس د ١٩٦٧ كال د شپږورځنی جنګ په دوران كښې ونيوه او له هغه وخت نه راپه دې خوا ئې په پرله پسې توګه د استوګنې د غيرمجاز ودانيو جوړول شروع كړل.
دوی په پائې كښې زياته كړه: د اسرائيلو رژيم ټول قدس ښار خپله پلازمينه معرفی كوی په داسې حال كښې چې دا د فلسطينيانو قانونی حق دی چې د قدس ختیځه برخه د فلسطين د پلازمينې په توګه غوره كړی. 987708