د altwafoq نومې د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د الازهر پوهنتون استاذانو د المجد وهابی شبكې په يو پروګرام كښې د شيعه مسلمانانو او اهل تسنن ترمينځ د حجاب او پردې طعنه ډوله او پيغوری مقايسه د مسلمانانو ترمينځ د فتنې او كينې د اور د غرغنډه كولو لپاره يو كوشش وباله.
د الازهر استاذانو ټينګار وكړ: د المجد سپوږمكيز چينل ته پكار وو چې د حجاب په اړه ئې د اسلام نظريه په كلی توګه بيان كړې وې، نه دا چې د شيعه او سنی مسلمانانو ترمينځ د پردې او حجاب په مقايسه كولو سره په اسلامی امت كښې لانجه او اختلاف رامينځته كړی.
يادونه كیږی چې المجد نومې وهابی شبكې په تيرو څو ورځو كښې د شيعه مسلمانانو پرخلاف خپلې حملې پراخې كړې دی او تردومره حده مخكښې تللی دی چې د دغه چينل وياند او كوربه عبدالله الداوود ادعا وكړه: د شيعيانو حجاب او پرده يوازې د هغوی د منحرفو اعتقاداتو د پټولو لپاره كارول كیږی. 987575