د علم او پوهې ډله: د ايران د مسلمانو او د فلپائن د كيتوليك عيسائی پوهانو ترمينځ د دينی خبرو اترو پنځمه دوره د ((دين او اخلاق)) په عنوان سره او د ټولنې، سياست او د بين المللی روابطو په ډګر كښې د اسلام د اخلاقی كړچارونو د بيانولو په موخه د روانې حمل يا وری د مياشتې په ٢٦ نیټه د ايران په قم ښار كښې ترسره شوه
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغې غونډې په پيل كښې چې د اسلامی مطالعاتو د بين المللی مؤسسې په ځائې كښې ترسره شوه، د اسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د سازمان د ښوونې او تحقيق د څانګې مشر محمدرضادهشيری د دغو اسلامی او مسيحی خبرواترو د موضوع په اړوند ووئيل: اسلام په يوه داسې ټولنه كښې راڅرګند شو چې له خرافی، انحرافی او موهومو افكارو نه ډكه وه. خو د بداخلاقۍ په دغه دوران كښې د خداې ګران رسول حضرت محمدمصطفی (ص) د اخلاقی اصولو د رواجولو لپاره د رسالت اعلان وكړ او د اعتقاداتو د پياوړی كولو او د شريعت د بيانولو ترڅنګ ئې د نفسونو تزكيه كول او اخلاقی اصلاح خپله اصله دنده او رسالت وګرځوه.
دوی زياته كړه، په دې اساس د اسلام د دين درې اصلی اركان اعتقادات، اخلاقيات او عبادات دی او دا د دې بيانونكې دی چې اخلاق د اسلام له درې ګونو اركانو څخه يو دی.
د ايران د مسلمانو او د فلپائن د كيتوليكو عيسائی پوهانو د خبرواترو پنځمه دوره د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان د دينونو د خبرواترو د مركز له خوا او په فلپائن كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د فرهنګی رايزنۍ په همكارۍ سره ترسره شوه. 987573