د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Press TV» په نقل سره رپوټ وركړ د صهيونېسټ رژيم پوليسو د اوری د روانې مياشت په ٢٧ نېټه ٣٣ فرانسوی، دوه اسپانيائی، دوه اېټاليائی، يو سويزرلېنډی، يو كېنېډائی او يو پرتګالی كسان ونيول. د اسرائيلو رژيم په زرګونو پوليس ځواكونه هوائی ډګر ته لېږلی وو چې مقبوضه سيمو ته د دغو فعالانو له داخلېدو څخه مخنيوے وكړی.
سترو اروپائی هوائی كمپنيو هم د اسرائيلی رژيم له د باوونو په وجه د هغو مسافرانو ټكټونه چې د مقبوضه سيمو ته د تلو ارادره یې لرله كېنسل كړل.
دغو قهرجنو يورپی فعالانو له دې وروسته چې د ټكټونو د لرلو باوجود له سفر څخه منعې كړې شول د يورپی ملكونو په هوائی اډو كښې مظاهرې وكړې.
د فلسطين ملاتړو يورپی فعالانوو غوښتل چې د اردن د سيند دمغربی كنارې په بېت الحم ښار او نورو فلسطينی ښارونو ته په سفر سره د فلسطين له مظلومو خلقو څخه د خپل ملاتړ ښودنه وكړی.
986816