د افغانستان په هرات ښار كښې د جبرائيل نومې د قران شريف موسسې استاذ او مدرس جواد احمديان د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشياء د څانګې له خبريال سره په مركه كښې د افغانستان په حكومت باندې په نيوكې سره څرګنده كړه: حكومت دينی او قرانی پروګرامونو او پلانونو ته څه خاصه پاملرنه نۀ كوی او په داسې حالاتو كښې چې دغه هېواد د دينی ضدو نظرياتو او افكارو او پرله پسې كلتوری يرغلونو هدف ګرځېدلے دے ښائی چې قران دوسته او قران څېړونكی كسان دې مهمې چارې ته خاصه پاملرنه وكړی.
جواد احمديان د قرانی علومو زدكړه د اسلام د مبين دين يو فريضه وبلله او له دغې قرانی موسسې سره د كلتوری او قرانی مينه والو او مسئولانو د لا زياتو ملګرتياؤ او مرستو غوښتنه یې وكړه.
986844