IQNA

19:08 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307228

په برونایې كې د قران پاك د حفظ سياليو اخيری مرحله په روژې مياشتې كې تر سره كیږی

نړيواله ډله: د قران د حفظ اوتفسير سياليو اخيری پړاو د روان سپوږميز كال د روژی په مباركې مياشتې كې تر سره كیږی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «Brunei Times»، یې نقلوی چې د دې مقابلو لومړۍ مرحله د 134 كسانو په ګډؤن سره د اپريل د مياشتې په دولسمې او څوارلسمې نیټې په برونایې كې تر سره شوه.
د ويلو ده چې په ابتدایې مرحلې كې مطلوب نمبر تر لاسه كوونكی كسان بلې مرحلې كې ګډؤن كولې شی او په دې مرحلې كې كامياب كسان په روژې مباركې مياشتې كې تر سره كيدونكی وروستی پړاو كې برخه اخستې شی.
د ويلو ده چې دا مقابلی په څلورو مختلفو ډلو كې تر سره كیږی.
987239
captcha