د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی شورا له عمومی اړيكو یې نقلوی چې په دغه بيانيه كښې ټينګار شوی دی د اماراتو لخوا د ايران د دری ګونو ټاپوګانو پرضد چټی ادعاګانې، هیڅ كله د ايران د خاوری د نه بيليدونكې برخې په توګه، په دغو ټاپوګانو د ايران د خلكو ملی حقوق او تاريخی حقانيت هیڅ كله نه شی داغی كولای.
د ايران د اسلامی شورا استازو په خپله بيانيه كښې ويلی دی اسلامی جمهوريت په دغو دريوو ټاپوګانو د خپلی واكمنۍ او ځمكنۍ بشپړتيا په موضوع خبرې اترې ناشونې بولی، خو د ناوړه تفاهمونو د ليری كولو او دوه اړخيزو اړيكو د لا پياوړتيا لپاره د اماراتو له حكومت سره د نيغ په نيغه خبرواترو هركلی كوی.
د اسلامی ايران ولسمشر تيره چهارشنبه هرمزګان ولايت ته په سفر كښې د ايران جنوب ابوموسی ټاپو ته لاړ ؤ.
988921