د مصر چاپ «اليوم السابع» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې، دغه فيسټيوال چې د چين په شمال لويدیځ كښې د شنګيانګ په مسلمان ميشته خپلواكه سيمه كښې ترسره كیږی، د روان كال د غبرګولی د مياشتې تر دويمې نیټې پورې به دوام ولری.
په چين كښې د حلال خواړه نومی فيسټيوال جوړونكو د يوې بيانیې په صادرولوسره اعلان وكړ: دغه فيسټوال به د چين تقريبا دوه لاكه كسان ځانته جذب كړی.
د چين په (( حلال خواړۀ )) نومی فرهنګی فيسټيوال كښې به همداراز د حلالو خوړو تخصصی نندارتون او د پخلی مقابله هم ترسره شی او (( په چين كښې د حلال صنعت پراختيا )) په موضوع سره د يو سيمينار ترسره كول د دغه فيسټيوال له نورو برنامو څخه دی.
د دغه فيسټيوال د جوړولو لپاره ((ارومچی)) ښار په نظر كښې نيول شوے دے ځكه چې دغه ښار په چين كښې د حلالو خوړو په ښار باندې مشهور دے او د حلال محصولاتو په زمينه كښې د فعاليت يوه اوږده مخينه لری. 987236