د lebanonfiles خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان د (امل) غورځنګ د رئيسه هيئت غړی خليل حمدان چې د لبنان د جنوب په (المروانيه) ښار كښې ئې په يولړ مراسمو كښې وينا كوله ووئيل: د مقاومت طرحه چې امام موسی صدر ئې وړومبۍ شغلې پورته كړې، په حقيقت كښې اسرائيلی تيری ګريو ته ځواب وو چې لبنانيان ئې د يوې دوه لارې په سر ودرول، چې يا قربانی شی او يا شهيدان شی چې مونږ هم د مقاومت انتخاب قبول كړ.
خليل حمدان په دوام كښې زياته كړه: د لبنان له قدرت نه غفلت به چې په مقاومت باندې درول شوے دے، د خپلو يرغليزو طرحو د جاری ساتلو لپاره اسرائيلو ته لازيات فرصت وركړی.
د وئيلو ده چې په څو وروستيو مياشتو كښې د ليبيا د خلكو د انقلاب د پيليدو له وخت نه د امام موسی صدر د ژوندی والی او د هغوی د شهيديدو په اړوند د هغوی د برخليك په هكله ګڼ شمير ضدو نقيض خبرونه خپاره شوی دی خو تراوسه پورې دغه شان هیڅ كوم خبر د صدر د كورنۍ له خوا تائيد شوے نه دے. 987723