IQNA

د اسلامی ايران په كورنيو چارو كښې د اماراتو لاس وهنه به بې لګښته پاتې نۀ شی

21:19 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307874
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د جنوب د څلورو پوهنتونونو اسلامی انجمن د اماراتو د بهرنيو چارو زير او عربو اتحادیې ته په يو خط كښې تاكيد وكړ:
د اسلامی ايران په كورنو چارو كښې د دا ډول لاس وهنې به بې لګښته پاتې نۀ شی څه دا چې د ايران اسلامی جمهوريت هم هغه ځاے چې قانونی حقوق او ګټې یې ترمېنځ وی د خبرو اترو او روغې جوړې مېز ته كښې ننی.
د خپلواكو محصيلينو د اسلامی انجمنونو د عمومی روابط په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د هېواد په جنوب كښې د څلورو پوهنتونونو د اسلامی انجمن غړيو محصيلينو د عرب اماراتو خارجه وزير او عربو اتحادیې ته په يو ليك كښې تاكيد وكړ، د غرب د ډېكټېشن شويو سياستونو په فرېب كښې رانۀ شی او د غفلت په وجه د عربو ټولنې په ځاے پاتې مسائلو دې غور وكړی.
د دغه ليك متن داسې دے:
بسم الله الرحمن الرحيم
»يا أَیُّهَا الَّذِينَ آمَنُو اْلاَتَتَّخِذُواْ الْیَهُودَ وَ النَّصَارَى أَوْلِیَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِیَاء بَعْضٍ وَ مَن یَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَیَهْدِی الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ «
هغه ورځ چې د عراق ډېكټېټر د غربی نارفيقانو په تحريكولو سره په دريو ورځو كښې د اسلامی ايران د قبضه كولو نقشه په ذهن كښې لرله بل هیڅ طرف ته یې فكر نۀ كوۀ چې په راتلونكې ورځ كښې به د اتۀ كلنو ماتيو د ترخو يادونو د پانسۍ پړے په خپلې مرۍ كښې محسوس كړی.
د متحده عرب اماراتو خارجه وزير صېبه !
تاسو ته دا تجويز وړاندې كوو چې د ايران په خلاف د عراق د تپل شوی جنګ پېښې يو ځل بيا مطالعه كړئ او د صدام له برخليك څخه د عبرت درس حاصل كړئ. هغه صدام چې بالاخره د هغو بې وفا او دوكه بازو غربی انډيوالانو په هم هغه پړی سره د رسوائی په دار ځوړند شو.
دا خبره له چا نه پټه نۀ ده د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا په دې سيمه كښې ټول اقدامات د اسلامی ايران د ملی ګټو او واكمنو حقوقو په چوكاټ كښې د خپلې ځكمنۍ او ټاټوبی بشپړتيا د حفاظت لپاره ترسره كیږی. له ابوموسی جزېرې څخه د ايران د ولسمشر كتنه هم آذرباېيجان او خوزستان وغېره سيمو ته د ولسمشر سفر يوه عامه چاره ده او د وقيحانه تيری او نيواك په شان مطلب اخېستنې غلطې او نۀ بخښونكې دی.
د اماراتو سر مشران پكار دے پوه شی چې د ايران د اسلامی جمهوريت په كورنيو چارو كښې داسې لاس وهنې به بې لګښته پاتې نه شی څه دا چې د ايران اسلامی جمهوريت هم هغه ځاے كښې چې خپلې قانونی ګټې او حقوق یې ترمېنځه وی د خبرو اترو مېز ته نۀ كښينی.
دا خبره څرګنده ده چې د ايران د اسلامی جمهوريت د ترقۍ بهير ته د نقصان رسولو او خنډونو رامنتځه كولو لپاره داسې اقدامات د بعث د هم هغه ډېكټیټر حاكم په ډله كښې ځاے نيسی چې په يو وخت كښې یې د خپلو غربی مشرانو ډېكټېشن ليكۀ او مونږ تاسو له ليوۀ سره له دې دوستۍ څخه ويروو.
والسلام علی من التبع الهدی
د اهواز چمران پوهنتون د محصيلينو اسلامی انجمن
د هرمزګان د پوهنتون د خپلواكو محصيلينو اسلامی انجمن
د خرمشهر دسائېنس او ټيكنالوجۍ پوهنتون د خپلواكو محصيلينو اسلامی انجمن
د زاهدان طبی علومو د پوهنتون د محصيلينو اسلامی انجمن
987518
captcha