IQNA

علی لاريجانی وويل: د معظم رهبر فتوا د غرب د وسله والې سيالۍ د ختمولو بنياد دے

21:18 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307875
سياسی ډله: د اسلامی شورا د جرګې مشر د ډله ايزې وژبې د وسلو د جوړولو او استعمالولو د حراموالی په حقله د اسلامی انقلاب د معظم رهبر فتوې ته په اشارې سره يادونه وكړه: دغه فتوا د لويدیځو ملكونو د وسله والې سيالۍ د ختمولو لپاره يو بدلون رامنځته كوونكے بنياد دے.
د خانه ملت په نقل سره د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) رپوټ وركړ: علی لاريجانی پرون د اوری د مياشتې په ٢٩ نېټه په څرګنده غونډه كښې له خپل حكم نه په مخكښېنۍ وېنا كښې د فوځ د ورځې د رارسېدو په مناسبت د مباركۍ په ويلو سره وويل: فوځ د جهادی روحیې او د مقدسې دفاع د اتۀ كلنې تجربې په وجه د سيمې د فوځی ځواكونوتر ټولو په قدرتمن مقام كښې شتون لری.
د اسلامی شورا په جرګه كښې د قم د خلكو استازی د دې په بيانولو سره چې فوځ په حتمی توګه د هېواد له ملی او دينی ګټو څخه دفاع كوی وويل: دا موضوع د فوځ د ولسی توب په دليل ده.
هغۀ د ايران له اېټمی خبرو اترو كوونكې ډلې سره د پينځۀ جمع يو ډلې اېټمی خبرو اترو ته په اشارې سره زياته كړه: كه څه هم له دغو نتائجو څخه په كامل قضاوت نۀ شو ترلاسه كولې خو په اېټمی موضوع كښې د لويدیځ د چلند بدلون څرګند دے او دا موضوع د غرب د ماجرالټوونكی نظر څخه په معقول نظر باندې د بدلون ښودنه كوی.
لاريجانی زياته كړه: همدا اوس د پينځۀ جمع يو ډلې لپاره يوه ډېره ښه موقع رامنځته شوې ده نو د دې لپاره چې د وخت د ضائع كولو په ځاے دې د خبرو اترو مېز ته راستنه شی او په موثره تعامل سره دې دا اېټمی موضوع حل شی.
987701
captcha