IQNA

د يورپ د پارلېمان مشر وويل: د فلسطين په مقبوضه زمكو كښې ښارګی جوړونه غېر قانونی ده

21:18 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307876
سياسی ډله: د يورپ د پارلېمان مشر داسلامی شورا د جرګې د مشر خط ته په ځواب كښې د صهيونېسټ رژيم د ښارګی جوړونې د چلند د بندولو په لازموالی باندې تاكيد وكړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د خانه ملت په نقل سره رپوټ وركړ د يورپ د پارلېمان مشر ماټين شولټز تېره ورځ د علی لاريجانی د ليك په ځواب كښې چې د تېر هجری نمريز كال یې د نړۍ د پارلېمان مشرانوته لېږلے ؤ وليكل: د مقبوضه فلسطين په زمكو كښې ښارګی جوړونه غېر قانونی ده او په دې حقله د يورپ د پارلېمان موقف صفا دے.
د اسلامی شورا د جرګې مشر د تېر هجری نمريز كال په مرغومی مياشت كښې د دنيا د پارلېمانونو مشرانو ته د يو خط په لېږلو سره د بشپړه يهودی پائېتخت په توګه د قدس شريف د اعلان په اړه د قدس غاصب رژيم د اقداماتو په نسبت په خبرداری سره دا كار د دغه رژيم نيواكګری او نسل پرستی وبلله.
لاريجانی همدارنګ په دغه ليك كښې د صهيونېسټ رژيم د غاصبانه اقداماتو په وړاندې چې د نړيوال امن و امان په خطر كښې د اچولو او د يو ملت د ملی او تاريخی تشخص له منځه وړلو سبب كیږی د ټولو هېوادونو په مسئوليت باندې تاكيد كړے او له دغه رژيم سره د مقابلې لپاره یې د پرېكنده اقدام غوښتنه وكړه.
987579
captcha