IQNA

22:18 - April 19, 2012
د خبر لمبر: 2308209

نړيواله ټولنه پكار دی له ملتونو سره وی، نه له ډېكټېټرانو سره

نړيواله ډله: د بحرېن ((الوفاق)) اسلامی ملی انجمن مشر سېكتر شېخ علی سلمان وړمه ورځ د اوری د مياشتې په ٢٩ نېټه له ولسی انقلابونو سره د نړيوالې ټولنې دوه رنګی چلند ته په اشارې سره تاكيد وكړ. نړيواله ټولنه پكار دی له ملتونو سره مله وی، نه له ډېكټېټرانو سره.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د بحرين چاپ ((الوسط)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د بحرين ((الوفاق)) اسلامی ملی انجمن مشر سيكتر چې وړمه ورځ یې د بحرين د ((ام الحصم)) سيمې د ((وعد)) انجمن په مركز كښې د آل خليفه د مخالفو سياسی انجمنونونو په اخباری كانفرنس كښې وېنا كوله څرګنده كړه: امريكې د بحرين د مظاهرو په وړاندې يو سست او منفعلانه موقف اختيار كړے دے او د دغه هېواد د ملت په حق او موجودو حقائقو باندې د خپلو ګټو په خاطر سترګې پټوی.
شېخ علی سلمان په دوام كښې وويل: په عربی او نړيوال ډګر كښې زمونږ بهرنی تعلقات هم هغه شان دوام لری او له دعو روابطو څخه زمونږ هدف په بحرين كښې د مخالفينو له نظرياتو څخه د عربی او نړيوالې ټولنې اګاه كول دی.
988483
captcha