د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې. د تائيلېنډ حلال مركز پرون د اوری د مياشتې په ٣٠ نېټه په دې باره كښې اعلان وكړ: ((حلال)) نړيواله تربيتی دوره د تائيلېنډ د مسلمانانو د مركزی كمېټۍ په غږملتيا او په دغه هېواد كښې د اينټرټك نړيوالو زدكړو او د حلال نړيوال ائتلاف په ملګرتيا سره جوړیږی.
د دغه رپوټ له مخې د دغو تربيتی دورو نه پس به له ګډون كوونكو څخه امتحان اخېستې كیږی او د لازم امتياز د حاصلولو په صورت كښې به د قبول شويو كسانو لپاره معتبر نړيوال سند وركړې كیږی او دغه سند لرونكی به په ټوله دنيا كښې كولې شی دحلالو څيزونو په زمينه كښې تحقيق او توليد وكړی.
988667