IQNA

په تائيلېنډ كښې ((حلال)) نړيواله تربيتی دوره جوړیږی

22:18 - April 19, 2012
د خبر لمبر: 2308211
سياسی او اجتماعی ډله: د تائيلېنډ د مسلمانانو د مركزی كمېټۍ په غږملتيا سره ((حلال)) نړيواله تربيتې دوره په نزديو راتلونكو كښې په دغه هېواد كښې جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې. د تائيلېنډ حلال مركز پرون د اوری د مياشتې په ٣٠ نېټه په دې باره كښې اعلان وكړ: ((حلال)) نړيواله تربيتی دوره د تائيلېنډ د مسلمانانو د مركزی كمېټۍ په غږملتيا او په دغه هېواد كښې د اينټرټك نړيوالو زدكړو او د حلال نړيوال ائتلاف په ملګرتيا سره جوړیږی.
د دغه رپوټ له مخې د دغو تربيتی دورو نه پس به له ګډون كوونكو څخه امتحان اخېستې كیږی او د لازم امتياز د حاصلولو په صورت كښې به د قبول شويو كسانو لپاره معتبر نړيوال سند وركړې كیږی او دغه سند لرونكی به په ټوله دنيا كښې كولې شی دحلالو څيزونو په زمينه كښې تحقيق او توليد وكړی.
988667
captcha