IQNA

په التحرير چوك كې د قران تلاوت سره د لاكونو خلكو مظاهره تر سره كړه

19:52 - April 21, 2012
د خبر لمبر: 2309350
نړيواله ډله: پرون د اپريل په شلمه نیټه د قاهرې په التحرير چوك كې د اخوان المسلمين لخوا د په لاكهونو خلكو مظاهره تر سره كړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې پرون سهار د قاهرې په التحرير چوك كې نږدې پينځه لاكه مصريانو د مختلفو سياسی ګوندونو په بلنې سره د خپل برخليك د تعيين كولو جمعی په شعار سره مظاهره تر سره كړه.
د دې مراسمو پيل د قومی ترانو او په پيل كې داخوان المسلمين لخوا د قران پاك د تلاوت سره وشو.
د ويلو ده چې په التحرير چوك كې راغونډ مظاهره چيانو د پوځې شورا پر ضد هم شعارونه او نعرې ولګولی.
په لسګونه زره مظاهره کوونکي د قاهرې په التحریر میدان او شااو خوا لارو کوڅو کې د مظاهرو په کولو سره د واکمنې فوځي شورا څخه ملکیانو ته د واک د لیږد غوښتنه کوي .
مظاهره کوونکي وايي ولس مشرئ ته د مبارک د پخواني وزیر عمر سلیمان کاندیدیل یو نمایشي اقدام ؤ چې واکمنې فوځي شورا له هغه سره یو ځای یو شمیر نور با نفوذه د خلکو مشران چې د اخوان المسلمین ګوند یو مهم مشر هم په کې شامل ؤ په ټاکنو کې له ګډون کولو بې برخې کړل
د راپورونو په اساس دا مظاهرې دومره لوېې او پراخې وې چې د مصر د انقلاب د لومړیو ورځو له مظاهرو سره ېې ورته والئ درلود .
مظاهره کوونکو د اخوان المسلیمن د ګوند د مشر خیرت الشاطر او د سلفیانو د ګوند مشر شیخ حازم ابو اسماعیل په ټاکنو کې د صلاحیت صلبولو او په صهوینیست رژیم پورې د تړلیو عمر موسی او احمد شفیق د شتون په اعتراض کې شعارونه ورکول .
مظاهره کوونکو ټينګار کاوه چې د سیاسي انزوا د قانون پر اساس عمر موسی او احمد شفیق حق نه لري ځانونه په دې ټاکنیزو سیالیو کې کاندید کړي .
989656
captcha