IQNA

په مصر كښې د قرآن د علمی اعجاز اولسم سيمينار خپل كار پيل كړ

20:50 - April 21, 2012
د خبر لمبر: 2309365
بين المللی ډله: د قرآن او سنت نبوی (ص) علمی اعجاز نومې اولسم سيمينار نن د مصر په قنا ولايت كښې د جنوب الوادی پوهنتون په همت پيلیږی
د shorouknews خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه سيمينار د جنوب الوادی پوهنتون د رئيس عباس منصور او د قرآن او دسنت نبوی د علمی اعجاز د نړيوال انجمن د عمومی منشی عبدالله بن عبدالعزيز په څارنې سره په دغه پوهنتون كښې ترسره كیږی.
د دغه سيمينار منشی محمدعارف څرګنده كړه: په دغه سيمينار كښې چې يوه اونۍ دوام لری د علماؤ او كارپوهانو يوه ډله به ويناوې وكړی او په هغو كښې به د قرآن او سنت سره اړوندې موضوعګانې وڅیړلې شی.
د جنوب الوادی پوهنتون د رسندوئی مركز مدير مصطفی الجزيری هم ووئيل: څه باندې پنځه كاله كیږی چې د قرآن او سنت علمی اعجاز نومې سيمينار په دغه پوهنتون كښې ترسره كیږی او د مصر يو شمير پوهنتونونه په دغه سيمينار كښې ګډون كوی. 989657
captcha