IQNA

په اعتراضونو باندې د برغولی كیښودو لپاره له فارمولا ١ نومې مقابلو څخه د آل خليفه ناوړه استفاده

20:50 - April 21, 2012
د خبر لمبر: 2309367
بين المللی ډله: د بحرين د جمعې د لمانځه خطيب پرون د جمعې د لمونځ په خطبو كښې د بحرين كورنی بحران او كړكيچ ته په اشارې سره ووئيل:په بحرين كښې د ((فارمولا ١)) نومې د ګاډو د مقابلو د ترسره كولو څخه هدف په دغه هيواد كښې په اعتراضونو باندې د برغولی كیښودو لپاره هڅه ده.
د بحرين چاپ (الوسط) ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د منامې په نزديو كښې د الدراز سيمې د امام صادق (ع) نومی جومات د جمعې خطيب آيت الله شيخ عيسی قاسم څرګنده كړه: نن سبا بحرين د مختلفو اقتصادی، امنيتی، اجتماعی، اخلاقی، فرهنګی، تربيتی او دينی كړكيچونو سره مخ دے او د دغو كړكيچونو دليل او سرچينه يو څيز يعنې په دغه هيواد كښې ژور سياسی بحران او كړكيچ دے.
دوی په دوام كښې زياته كړه: په بحرين كښې د سلطې بحران نه غواړی چې د ولس د غوښتنو، حق او د هغوی د رايو احترام وكړی او په دغه هيواد كښې مستبده سلطه ټول څيزونه د ځان لپاره غواړی نه د بحرين د ولس لپاره.
د بحرين د شيعه مسلمانانو مشر څرګنده كړه: په بحرين كښې د ((فارمولا ١)) نومې د ګاډو د مقابلو د ترسره كولو څخه هدف په دغه هيواد كښې په اعتراضونو باندې د برغولی كیښودو لپاره هڅه ده او د دغو مقابلو د وخت په رانژدې كيدو سره واكمن رژيم د انقلابيانو پرخلاف خپل جنايتونه او ډله ايزې نيونې زياتوی. 990042

captcha