له اسلامی كلتور او ارتباطاتو له تنظيم سره وابسته د اسلامی تفكر فاؤنډېشن مشر مهدی ګلجان د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې په اجتماعی ډګر كښې د مسلمان انسان په موقف اختيارولو كښې د اسلام د اعتقادی نظام اهميت ته په اشارې سره څرګنده كړه: له دې امله چې اسلام يو تشخص جوړوونكے دين دے د هغۀ پېروكار يو خاص تشخص پېدا كړے او له هر هغه عامل سره چې غواړی دغه تشخصی عنصر تر پوښتنې لاندې راولی مقابلې تره پاڅیږی.
هغۀ د مغربی تمدن مظاهر منجمله فساد، له ښځې څخه اوزاری استفاده، د فېمينېزم مسئله وغېره د اسلام له ژوند بخښونكی او انسان جوړوونكی تمدن سره د دښمنۍ لپاره اوزار وبلل او زياته یې كړه: په دغه تمدن كښې ښځه يوازې د نفسانی خواهشاتو د پوره كولو لپاره يوه وسيله او تجارتی اوزار نۀ دے بلكې د نجات د هغې فرښتې په شان ده چې له خپلې لمنې څخه سړے معراج او عظمت ته رسوی.
ګلجان حضرت بی بی فاطمه سلام الله عليها د شهادت او شهادت غوښتنې د كلتور او ثقافت لرونكے وبلله او وې ويل: د هغې قدرمنې په پاكه او پاكيزه لمنه كښې تربيت موندونكی ټول د دين د عظمت په لاره كې يا په شهادت رسېدلی دی او يا اسيران شوی دی، نو ځكه په معاشره كښې د فاطمی كلتور او ثقافت پراختيا په حقيقت كښې د شهادت او شهادت غوښتنې د ثقافت ترويج دے.
990228