IQNA

شيبانی د اسلامی هېوادونو د حلالو تحقيقاتو د وړومبنی مركز له جوړېدو څخه خبر وركړ

22:14 - April 21, 2012
د خبر لمبر: 2309399
د سلامت ډله: د ايران د خوراكی او درملی تنظيم مشر د اسلامی هېوادونو ترمېنځ د روغتيا، درمان او طبی زدكړو د وزارت د حلالو تحقيقاتو د وړومبنی مركز له جوړېدو څخه څخه خبر وركړ او وې ويل: د دغه مركز فعاليتونه د سږ كال په وړومبيو شپږو مياشتو كښې په قطعی توګه اجرا كیږی.
هغۀ چې د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره یې مركه كوله زياته كړه: مونږ په دې كار سره په اسلامی هېوادونو او سيمه كښې وړومبنے هېواد يو چې دې كار ته داخل شوی يو او همدا اوس یې اجرائی او اداری چارې او د كمېټيو تشكيل تعقيبوو.
هغۀ څرګنده كړه: د حلالو تحقيقاتو د مركز د جوړولو اجازتنامه د روغتيا، درمان او طبی زدكړو د وزارت د پراختيا له شورا څخه اخېستې شوې ده او مركز به د هغو خوراكی موادو او سامانونو چې په عامه توګه له بهرنيو ملكونو څخه هېواد ته داخلیږی د حلالوالی له څېړلو سره په ارتباط كښې څارنه كوی.
هغۀ په اخېر كښې يادونه وكړه: له نېكه مرغه په اوس حال كښې د كېميائی جانبازانو د درملو د پوره كولو په ډګر كښې څه خاص مشكل نۀ لرو او او كافی اندازه موجودی لرو او ضروری اټكلونه هم ترسره شوی دی او مواد او درمل هم ورو ورو پوره كیږی چې په دې ډګر كښې څه مشكل ونلرو.
990314
captcha