IQNA

20:53 - April 22, 2012
د خبر لمبر: 2310199
بين المللی ډله: د اسلامی همكارۍ سازمان له غړو هيوادونو نه وغوښتل چې له اسلامه د ويرولو سره د مقابلې لپاره د آيسسكو د رسندوئی طرحې په اجرا كولو كښې د دغه سازمان سره همكاری وكړی.
د «ISESCO» د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د اسلامی آموزش، علومو او فرهنګ د سازمان له خوا د اسلام په هكله د مخكښې نه د قضاوت سره د رسندوئی مقابلې د طرحې د اجرا كولو نه پس د اسلامی همكارۍ سازمان وړمه ورځ د ګابون جمهوريت په پلازمينه ليبرويل ښار كښې له حاضرينو وغوښتل چې د دغې طرحې په جاری ساتلو كښې مرسته وكړی.
د اسلامی همكارۍ سازمان د ناسمو خبرونو د خپريدو او د اسلام پرخلاف د ويناؤ سره د مقابلې لپاره د يوشمير لويدیځو رسنيو سره د نظر د تبادلې په موخه د اسلامی روزنې، علومو او فرهنګ د سازمان د برنامو د ګټه ور بللو په ترڅ كښې د اسلامی هيوادونو د اطلاع رسونې د وزيرانو په نهمه غونډه كښې ګډون كولو ته بلنه وركړه چې د آيسسكو سره ملګرتيا وكړی او دغه طرحه پراخه كړی.
يادونه كیږی چې د اسلامی ښوونې او روزنې، علومو او فرهنګ او كلتور سازمان د مراكش د حكومت په همكارۍ سره يوه طرحه د اجرا كولو په حال كښې لری چې د هغې په اساس د لويدیځو خپرندويو او رسنيو سره په يولړ تماسونو كښې هغوی ته بلنه وركړې كیږی چې د اسلام په هكله د سپكو كتابونو او د ناسمو خبرونو د خپرولو پرځائې دې د اسلام او مسلمانانو د اصلې څيرې په معرفی كولو لاس پورې كړی. 990033

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: