IQNA

22:48 - April 22, 2012
د خبر لمبر: 2310230

ايت الله خامنه ای د اسلامی ايران فوځ الهی، اسلامی او د ملی ګټو په خدمت كې وباله

سياسی ډله: د ايران د ټولو قواوو معظم قوماندان حضرت آيت الله خامنه ايی نن د اسلامی ايران د ځمكنی فوځ د مسئولينو او عملياتی كنډوكونو له قوماندانانو سره په ليدنه كې د دې پوښتنې په مطرحولو سره چې آيا د امريكې فوځ د افغانستان او عراق د خلكو په وژلې او نورو جنايتونو په ترسره كولو سره په ریښتيا هم د امريكې د خلكو د ګټو لپاره كار كوی

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د پورته پوښتنی په ځواب كې هغه ټينګار وكړ د ايران د اسلامی جمهوريت فوځ يواځنئ فوځ دئ چې د خلكو او د هيواد د ملی ګټو په چوپړ كې دئ چې باورونه ، احساسات او قوماندانان ېې د ولس استازی توب كوی .
حضرت ايت الله خامنه ای د وسله والو ځواكونو په منځ كې د مقاومت او دريدنې د روحېې پياوړتيا او استمرار ډير اړين او مهم وباله او څرګنده ېې كړه البته فوځی قوماندانان بايد د پوهې علم او شخصيتی استحكام تر څنګ د اخلاص د روحېې درلودونكی وی او په دنيا پورې زړه ونه تړی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز د منتخبو قوماندانانو ، افسرانو ، د حربی پوهنتون محصلينو ، او د ځمكنيو قواوو د كارمندانو په ټول كې د ملی ګټو د ساتلو لپاره د فوځ د جوړښت په اساس د سلطه غواړو هيوادونو ادعآء ته په اشارې سره زياته كړه د هغوی دا ډول ځواكونه د ملی ګټو نه بلكې د طاغوتی قدرتونو او سياسی جاه طلبانو په چوپړ كې دی او ملی ګټې هغوی ته هیڅ ډول ارزښت نه لریء .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی نظام په وړاندې د ګواښونو او بنديزونو اصلی لامل په دې بهير كې د اسلامی ايران خوځنده مركزيت وباله او ټينګار ېې وكړ د دريو لسيزو له تيريدو وروسته دغه مهم حركت د مسلمانو ملتونو په ذهن او جسم كې له رسوخ وروسته اوس په يوه متراكم ځواك بدل شوئ چې د مصر او يو شمير نورو هيوادونو بدلونونه د هغه پايله ده .
د درستو قواو معظم قوماندان له دې مخ په پراختيا بهير څخه د نيواك ګرو او سلطه غواړو سختې ويرې ته په اشارې سره په ډاګه كړه د دې ډار او ويرې لامل د اسلامی ايران با ايمانه او با ارادې ځوانان دی چې له معرفت او بصيرت سره په ځنګ كې ېې ملی احساسات هم په اوج كې دی او د همدې بهير په مركز يعنې ايران كې د بهير د لا ځواكمنتيا لامل ګرځيدلی دی .
991430
captcha