د قران د قرانی خبری اېجنسۍ د يورپ د سيمی د څانګې د رپوټ له مخې د زيلينی دولسك ښار له زده كوونكو نه علاوه د باكرچې، بولشويی اچاسيری، مالينكی آچاسيری او مولوينو په شان له نورو سيمو چخه له اوۀ نه تر شپاړس كلنۍ پورې عمر لرونكو پنځوس ماشومانو او زلميانو په دغې سيالۍ كښې ګډون وكړ.
په قازان ښار كښې د روس د اسلامی پوهنتون د قران شريف د حافظانو او قاريانو د تربيت د مركز استاذانو، او تاتارستان مشهورو عالمانو او پوهانو د داورانو د پلاوی په توګه د ګډون كوونكو قرانی مهارت او پوهه وجاجول او وڅېړله.
د سيالۍ په اخېر كښې د سيالۍ د كاميابو كسانو نومونه د عمر له لحاظه په دريو ډلو يعنې له اوۀ كلنۍ نه تر لس كلنۍ، له يولس كلنۍ څخه تر ديارلس كلنۍ او له څوارلس كلنۍ څخه تر شپاړس كلنۍ پورې اعلان شول.
په اخېر كښې د سيالۍ جوړوونكو او چلوونكو كاميابو كسانو ته انعامونه او ډالۍ وركړې.
991200