IQNA

د اسلامی- طبی سترې انسائېكلوپېډيا برابرول د اسلامی طب د احياء لپاره يو كوشش دے

22:46 - April 22, 2012
د خبر لمبر: 2310233
د سلامتيا ډله: د قران، حديث او طب د علومو د تحقيقاتو د مركز مشر وويل: پكار دی اعتراف وكړو چې په اوسنۍ زمانه كښې د اسلامی طب متعلق مناسب او غوره كوششونه نۀ دی شوی چې د طبی- اسلامی انسائېكلوپېډيا د تدوين د طرحې مقصد دا دے چې د دې نيمګړتيا د لرې كولو په اړه له موجودو ټولو ظرفيتونو څخه په ګټې اوچتولو سره په غوره توګه اقدام وكړی.
د قران ، حديث او طب د علومو د تحقيقاتو د مركز مشر محمد مهدی اصفهانی له ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه چې د اسلامی زدكړو په لړ كښې د ملی او نړيوالو اړتياؤ ته د ځواب ويلو ضرورت او له هغو سره د طبی علومو تعلق د قران، حديث او طب د تحقيقاتو د مركز د تاسيس له عواملو څخه وبلل او په دغه مركز كښې یې د سترې اسلامی- طبی انسائېكلوپېډيا د له تدوينولو څخه خبر وركړ او وې ويل: د قرانی، طبی، دائره المعارفی، روايتی، فقهی سرچينو او مدخلونو او بالاخره د ذكر شويو مواردو د ګډو سرچينو او مدخلونو برابرول او خپرول د وړومبی ځل لپاره د قران، حديث او طب د علومو په تحقيقاتی مركز كښې د يوې سترې اسلامی – طبی انسائېكلو پېډيا د برابرولو لپاره ترسره شوی دی.
هغۀ د خپلې وېنا په يوه برخه كښې د دغې انسائېكلو پېډيا تدوين ته په اشارې سره وويل: د دغې انسائېكلو پېډيا پراختيا، تنوع او همه ګير والے ا په دريو ژبو يعنې فارسۍ، عربۍ او انګرېزۍ باندې د دغې انسائېكلو پېډيات برابرول او تنظيمول او په تدوينولو كښې یې له لوړرتبه او مشهورو استاذانو څخه استفاده او په تدوينولو كښې یې له چټكتيا څخه كار اخېستل د دغې انسائېكلو پېډيا له اصلی او مهمو خصوصياتو څخه ګڼل كیږی.
990987
captcha