سياسی او اجتماعی ډله: محمد محمدی فرد تاكيد وكړ: د امداد د كمېټۍ ملاتړ كوونكی اقدامات له دې نه علاوه چې د ايران د اسلامی جمهوريت د نړيوال پېغام مقبوليت زياتوی د امام خمينی (رح) له نظره د سوچه محمدی اسلام د تفكر له ثابتو اصولو څخه يو اصل يعنې د غريبانانو او مسكينانو ياد ساتل او ورسره مرسته او مهربانی كول دی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې ((په كلتوری ډېپلومېسۍ كښې د پالنې او ملاتړ كولو د چلندونو مقام)) نومې سيمينار اخباری كانفرنس نن د غوئی په دريمه نېټه د دغه سيمينار د دبير محمد رضا دهشيری او د امام خمينی (رح) نومې نړيوالې امدادی كمېټۍ د مرستيال محمد محمدی فرد په موجودګۍ كښې وشو.
د دغې كمېټۍ مرسيتال په دغه سيمينار كښې كښې د امداد د كمېټۍ ملاتړ كوونكی چلندونه د ملتونو له ثقافتی او كلتوری مشتركاتوڅخه او له پولو څخه د وراخوا او مفهومی اړخونو څخه تشكيل شوی يو مشترك په توګه وبالۀ چې په تېره بيا د ايران د اسلامی جمهوريت د نظام د كلتوری ډېپلومېسۍ په چوكاټ كښې خاصه اغېزمنی لری.
محمد محمدی فرد د امام خمينی (رح) امدادی كمېټۍ له پولې نۀ د وراخوا فعاليت دېرش كلنۍ تجربې ته په اشارې سره وويل: ملاتړ كوونكی اقدامات دا قابليت لری چې له نسل، قوميت او مذهب څخه لری عامه انسانان په بر كښې ولری، نو ځكه په ذاتی توګه يو پېغام لرونكې رسنه ګڼل كیږی او له دې لارې د ذهنونو د نزدېكت او د ښۀ اعتماد د رامنځته كولو لپاره يو مناسب ماحول برابروی.
991271