IQNA

د افغانستان په غور ولايت كښې د قران د زدكړې وركشاپونه جوړ شول

22:48 - April 22, 2012
د خبر لمبر: 2310237
د قرانی فعاليتونو ډله: د اسلامی كتلور او تعليماتو د تقويت لپاره د شپږو تربيتی وركشاپونو په قالب كښې د قران شريف د زدكړې وركشاپونه د افغانستان په غور ولايت كښې په شهيد سجادی موسسه كښې جوړ شول.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې دغه وركشاپونه د راه امين كلتوری او اجتماعی فاونډېشن په همت سره، د افغانستان د زدكړو او كلتوری مركزونو د فعاليت په دوام كښې او د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسواليو د ٤٥٠ تنو هلكانو جينكو په شمول د ځوانانو او زلميانو په شتون سره جوړ شول.
ګډون كوونكو وكړې شول د روخوانۍ، روان خوانۍ، تجويد، اسلامی احكامو، اسلامی اخلاقود زدكړو په شپږو كلاسونو او وركشاپونو او د درسی زدكړو د مرستې په كلاسونو كښې په ګډون سره چې د راه امين اجتماعی كلتوری فاونډېشن لخوا په وېړيا توګه جوړ شول قران شريف زده كړی.
د يادونې ده چې په اخېر كښې له ګډون كوونكو څخه وروستے امتحان واخېستے شو او برترو كسانو ته د يادګار په توګه ډالۍ وركړې شوې.
990933
captcha